په پنجشیر کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷.۸ کیلو متره سړک جوړیږي
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ په درخنج کلي کې د۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷.۸ کیلو متره سړک او ورسره د استنادي دیوالونو او پلچکونو د جوړولو کار روان دی.
دا پروژه چې درخنج، پاوات اوچوبک کلي به یو له بل سره وتړي په ۲۴۰ ورځو کې بشپړیږي او ۱۹۷۵ تنه به ترې ګټه پورته کوي.