په پنجشیر کې د واورو ښویدو له زیانمنو شویو سره مرستې وشوې
د پنجشیر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست، د بیړنیو پیښو سره د مبارزې ریاست او سرې میاشتې د پنجشیر ولایت د ابشار ولسوالۍ د پرنګال درې له هغو کورنیو سره د ۱۷ ډوله خوراکي او ناخوراکي توکیو مرسته وکړه چې د واورې ښویدو له امله زیانمنې شوې وې.
وړه، غوړي، چای، بوره، مالګه، لوبیا، ترپالونه، کمپلې، د پخلنځي توکي، روغتیايي بستې، سطلونه او د اوبو بوشکې له مرسته شویو توکیو وو.