په پنجشیر ولایت کې د وروستیو نیزونو له امله زیانمنو شویو وګړیو ته مرستې وویشل شوې
په پنجشیر ولایت کې د وروستیو نیزونو له امله د مرستو د ویش په لړۍ کې د یاد ولایت د درې ولسوالۍ له لسګونو کورنیوسره د یاد ولایت د کلیوبیارغونې او پراختیا درییس له لوري د خوراکي او نا خوراکي توکو مرستې وشوې.
په دې مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۳ ، ۵۰ کیلویي بورۍ وړه، ۲۷ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو وریجې، ۴ قوطۍ شیدې، ۴ کیلو مکروني، د پخلنځي کیټونه، دوه کمپلې، د جامو بکسه او د اوبو سطل شامل دي.
باید ووایو چې په نورو ولسوالیو کې به هم له سیلاب ځپلو کورنیو سره د ورته مرستو لړۍ ادامه ولري.
