په پروان ولایت کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت سره د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د پروګرام له لوري د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند دولتشاهي کلي کې د څښلو د اوبو یوه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ددغې شبکې په جوړولو باندې ۴.۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغی چې د دولت له بودجې څخه ورکړل شوې.
د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۴۰ متره مکعب په ظرفیت سره د یوې ذخیرې جوړول، د ۴.۵ کلیومتر په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول او د ۲۴۲مېتربکسونو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.
د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره سلګونه کاري ورځې ایجاد کړې او په جوړېدو سره یې د شاوخوا ۴۴۰کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.
