په ننګرهارکې ۷۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۰:۳۱
په ننګرهارکې ۷۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د بر بامه خیلو او مینځ کندي په کلیو کې د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې.

د دې شبکو په جوړیدو سره ۷۳۰ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی وموند.

یاده دې وي چې دا شبکې په سولري سیستم سنبالې دي او د جوړولو په ترڅ کې یې سلګونه کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۲۲:۱۲
Background image

په پکتیا ولایت کې یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې (۴.۹) میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچنۍ بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۹:۳۰
Background image

په کاپيسا ولایت کې (۳۳۱) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کاپيسا ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د څه باندې (۴۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان ټولنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ولایت کې بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او نظارت، د  (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت په پغمان، خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام د. . .

BACK TO NEWS