په میدان وردګو کې ١٤٠ کورنیو او ٢٠٠ زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ - ۱۴:۳۸
په میدان وردګو کې ١٤٠  کورنیو او ٢٠٠ زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام لوري د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په چین زایي سیمه کې د څه باندې ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

له دې شبکې به د یادې سیمې دوو کليو ملک خیلو او اسلم خیلو کې ١٤٠ کورنۍ، د نسوان ښوونځي ٢٠٠ تنه زده کوونکې او دوه بابه مسجدونه پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی پیداکړي.

د اوبو رسولو دا شبکه پر یو مهال د ٣٠ متره مکعبه اوبو ساتلو ظرفیت لري، چې د رغېدو پر مهال یې د سیمې اوسیدونکو ته ٢٢٦٥ کاري ورځې رامنځته کړې دې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS