په لوګر ولایت کې د نږدې ۴ میلیون افغانیو په ارزښت د کاریز د پروژې کار مخکې تللی

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۸:۵۸
لوگر

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت په لوګر ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز د پروژې کار ۸۵ سلنه مخ ته تللی چې له ټاکلي مهال ویش سره سم به بشپړه شي. د دغې پروژې په لړ کې د یاد ولایت په مرکز پل علم پورې اړوند د زرداد کلا نواباد کلي کې د کاریز څاه ګانې او د اوبو لګولو کانال په پاخه ډول جویږي.
د دغې پروژې د تطبیق بهیر پر مهال ۱۸۰۷ کاري ورځې رامنځته کیږي چې له بشپړیدو وروسته به د سیمې  ۱۸۹۰ کسه ترې ګټه اخلي او ۳۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه به د اوبو کولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS