په لغمان کې د ۴۰ متره محافظوي دیوال، ۶۵ متره کانال او ۲۵ متره سربند جوړولو چارې روانې دي

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۴:۶
په لغمان کې د ۴۰ متره محافظوي دیوال، ۶۵ متره کانال او ۲۵ متره سربند جوړولو چارې روانې دي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ په په ویس کلي کې د ۴۰ متره محافظوي دیوال، ‏‏۶۵ متره کانال او ۲۵ متره سربند جوړولو چارې د نړیوال غذایي سازمان په مالي مرسته روانې دي.‏

د دې پروژو په پلې کېدو سره به نه یوازې ۹۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه او باغونه د سیلابونه له زیان څخه خوندي شي، بلکې د ‏اوبو لګولو تر منظم سیستم لاندې به هم راشي.‏

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو د کار کولو په بدل کې ۱۸۸ کارکوونکو ته د میاشتې، ۹۲ کیلو اوړه، ۱۲،۶ کیلو دال، ۹ کیلو ‏غوړي او یو کیلو مالګه ورکول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS