په لغمان کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو چټکتیا
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام سیمه ییزو کارکوونکو د څارنې په موخه د یوې پروسې په ترڅ کې د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د سپما په ګروپونو کې د پیسو سپما او د کتابدارۍ چارې وارزولې.
د یادونې وړ ده، چې د دې ولایت په ۹۶ پرمختیایي شوراګانو کې تر اوسه ۸۵۶ نرینه او ښځینه سپما ګروپونه جوړ شوي، چې تر ډېره بریده یادو سپماګروپونو د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو د تشکیل لپاره د پروګرام ټاکل شوي معیارونه پوره کړي او ډېر ژر به له دې سپما ګروپونو څخه نږدې ۵۸ د پور او سپما کلیوالي اتحادیې جوړې شي.
