په لغمان ولایت کې په یوه میاشت کې ۴۴ غالۍ او ټغرونه اوبدل شوي دي

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱/۲۹ - ۰:۱۶
لغمان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام په چوکاټ کې یوازې په تېره یوه میاشت کې ۴۴ غالۍ او ټغرونه په لغمان ولایت کې تولید او مارکېټ ته وړاندې شوي‌دي.

د کليوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام په چوکاټ کې د لغمان په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې ۳۷۰ تنو راستانه شویو کډوالو کورنیو باندې د غالیو کارګاوې او اړونده مواد ویشلي چې تېره میلادي میاشت کې ۴۴ د بیلا بیلو کچو غالۍ او ټغرونه اوبدل شوي‌دي.

مارکېټ ته ددغو وړاندې شویو غالیو او ټغرونو مجموعي قیمت تر ۴۰۵۲۹۶ افغانیو پورې رسیږي.

دغه چارې ورځ تربلې مخ په پراخېدو دي او هره اوبدل شوې غالۍ او ټغرونه په مارکېټ کې په خورا ښه او لوړه بیه پلورل کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د غالیو د اوبدلو سره د ډیرو کورنیو اقتصادي ستونزې حل شوې‌دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بغلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS