په فاریاب کې د څښاک د اوبو د ۱۸ زیرمو جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، اوبه خور او حفظ الصحې ملي پروګرام له خوا د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د سرحدي کلیو او افغانیه سیمو لپاره د څښاک د اوبو د ۱۸ زیرمو هوکړه لیک د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست او ۶ پرمختیايي شوراګانو تر منځ لاسلیک شو.
د یادو زیرمو په جوړیدو سره به ۴۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی بیامومي.
