په سمنګانو کې څه باندې د ۱.۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړولو کاربشپړ ي شو

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د یوې شبکې د جوړولو کار د سمنګانو ولایت د خرم و سارباغ ولسوالۍ اړوند د شوراب کلي د پراختیایي شورا لخوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه. د څښاک د پاکو اوبو دغه شبکه ۱۶۲۸ متره اوږدوالی، د اوبو یوه ارتفاعي زیرمه او ۹ نلکې لري. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له بشپړیدو وروسته ۸۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړيدی.