په سرپل کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳ متره پل او ۱۳۶ متره محافظوي دیوال د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دیو قل ارچه توی کلي کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳ متره پل او ۱۳۶ متره محافظوي دیوال د جوړیدو کار روان دی.
په پام کې ده چې دا پروژه په ۴۲۰ ورځو کې تطبیق شي چې تر بشپړتیا وروسته به یې ۳ زره کورنۍ له ګټو برخمنې شي.