په روزګان کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې چارې بشپړې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۰:۳۶
په روزګان کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې چارې بشپړې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د روزګان ولایت د ترینکوټ ولسوالۍ په ګارو سرشخلي کلي کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه شوه چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو رسولو په دغه شبکه باندې په ټوله کې څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ ولګېدې چې د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوې. د یادې شوې پروژې په بشپړېدو سره د شاوخوا ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې هسکې زیرمې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د ۱۸ لمریزو ښیښو یا سولرونو، د ۳،۶۷۰ متره اوږدې شبکې جوړول او ځینو نورو اړینو پرزو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو ددغې پروژې چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۴۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS