په دایکنډي کې ۷ کورنیو ته د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل شول

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۱۶ - ۰:۲۶
دایکندی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د غلو دانو له بانکونو د دایکنډي ولایت د کیتي ولسوالۍ د دند اب شورا ۷ اړمنو کورنیو ته د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي وویشل شول. دا مرستې چې غنم، وریجې، غوړي، چای، بوره او خواږه په کې شامل وو، د ټولنیز مشارکت د مالي وجهي پروګرام (SIG) له خوا چې د کلیوالو ونډه هم په کې وه وویشل شوې.

باید ووایو چې تر دې مخکې هم د دایکنډي ولایت په مرکز کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته هم خوراکي توکي ویشل شوي وو. او ډیر ژر به د همدې ولایت میرامور ولسوالۍ کې هم ورته مرستې وویشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS