په جوزجان ولایت کې د څښاک اوبو ۲۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د جوزجان ولایت په مُرادیان، آقچه، مینګجیک، خانقا او خواجه دوکوه ولسوالیو او همدارنګه د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په شاوخوا سیمو کې د څښلو د اوبو ۲۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو ۲۵ پروژو کې د پېنځو لمریزو شبکو، ترځمکه لاندې د ۲۸ذخیرو چې لاسي بمبې هم پرې نصب شوې، د ۱۰ مرتفع ذخیرو چې د لمریزې انرژۍ پر سیستم مجهزې وې، د یوې ۷،۹۵۹ متره اوږدې شبکې تمدید او د څلورو ژور څاه ګانو کیندل شامل وو، چې پرې څه باندې ۶۷ ميليونه افغانۍ لګښت شوي او ۸۴۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابروي.