په تخار کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶.۳ کیلو متره سړک جوړولو کار بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ له چشمه ګرمک څخه تر ده یک کلي پورې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶.۳ کیلو متره سړک جوړولو کار بشپړ شو.
۱۵ پلچکونه، ۳۶۵ متره استنادي دیوال او د ۲۱۰ مترو په اوږدوالي ۴ واشونه هم ددې پروژې برخه ده او په جوړیدو سره یې چشمه ګرمک او ده یک کلي د فرخار ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوي.
یاده دې وي چې ددې پروژې په ترڅ کې ۱۱۳۸۹ کاري ورځې رامنځ ته شوي او په بشپړیدو سره یې ۵۰۰ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې دي.