په بغلان کې د پروګرام ګټه اخیستونکیو ته په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو روزنه ورکړل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کليوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د بغلان ولایت د پلخمري ښار اړوند کلیو کې د پروګرام ګټه اخیستونکیو ته په سپما ګروپونو کې د غړیتوب د ترلاسه کولو، اسلامي بانکدارۍ او پانګونې په برخو کې روزنې ورکړل شوې. د روزنو له ورکولو څخه موخه په یادو موضوعاتو کې د پروګرام د ګټه اخیستونکیو د وړتیا لوړول وو.
