په بغلان کې د اوبو لګولو د کانال او استنادي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۱:۲
تکمیل کار ساخت یک کانال و دیوار استنادی به ارزش ۲ میلیون افغانی در بغلان

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په سلام خیلو کلي کې د څه باندې ۲ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۸۷ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کانال او د ۶۴ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو د تطبیق پر مهال چې د کرنې د نړیوال پرمختیايي صندوق (IFAD) له لوري تمویل شوې ۱۲۱۱ کاري ورځې رامنځته شوي او اوس چې دغه پروژې بشپړې شويدي د سیمې ۲۱۰۰ اوسیدونکي له دغو پروژو ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې دغو پروژو د سیمې ګڼ شمیر کرنیزې ځمکې او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS