په بدخشان ولایت کې ۶.۷ کیلو متره کانګریټي سرک بشپړ شو
د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروگرام د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالي د دوابګی د سیمې څخه تر ګزر پورې د ۶.۷ کیلو متره سرک جوړولو چارې بشپړې شوې.
دغه سرک دو اب. دو ابګي، سرمرزه، مزار مرکزي او ګذر اب کلي د ولسوالۍ د مرکز سره وصلوي. ددې سرک په جوړیدو سره ۲۹۰۰ کسان په مستقیم ډول او ۴۵۰۰ په غیرمستقیم ډول د ژوند د لومړنیو اسانتیاو څخه برخمن کړل.
ددې سرک په جوړیدو ۴۶ زره او ۵۵۰ کاري ورځې تخنیکي او ناتخنیکي کارګرو ته رامځته شوې دي.