په افغانستان کې د څښاک د اوبو د پروژو د اغیزناکتوب او پایښت د تخنیکي مطالعې ورکشاپ جوړ شو

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۹:۲۰
برگزاری کارگاه تخنیکی مطالعه موثریت و پایداری پروژه‌های آب آشامیدنی در افغانستان

د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټيوټ په افغانستان کې د څښاک د اوبو د پروژو د اغیزناکتوب او پایښت د تخنیکي مطالعې دوه ورځنی ورکشاپ د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام په همکارۍ او د ملي او نړیوالو موسسسو د ۴۰ تنو کارکوونکو په ګډون تر سره کړ.

د ورکشاپ په پیل کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي په دې اړه چې په کلیو کې د څښاک اوبه د خلکو له مهیمو اړتیاوو دي وویل« په دې څيړنه کې د وزارت مشرتابه ته د پروژو په برخه کې ژمنتیا او پایښت د اوبو صحي والی او په خلکو کې د پروژو د مالکیت احساس ژوندی کول ډیر ارزښتناک دي»

یاده دې وي چې د دې څيړنې طرحه د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د انسټیټیوټ د عمومي ریاست او د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام په همکارۍ چمتو شوې وه او د دوه ورځني تخنیکي ورکشاپ په ترڅ کې یې ګډونوالو د اړوندو اړتیاوو او د شاخصونو د انکشاف پر اړه خبرې اترې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په ګډه سره به پر دې موضوع کار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS