د ۲۹ ولایتونو لپاره د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۵۹ پروژو د هوکړه لیکونو لاسلیکول
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د چهار شنبې پر ورځ دچنګاښ په ۱۸ مه د څه باندې ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له اړوندو پرمختیایې شوراکانو سره د۲۵۹ پرمختیایې پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، ښاغلي کریمي هغې غونډې ته چې په همدې موخه جوړه شوې وه وویل:دا پروژې دهیواد په ۲۹ ولایتونو کې چې روزګان، بادغیس ، بدخشان ، بامیان ، بغلان ، بلخ ،پروان ، پکتیا ، پکتیکا ، تخار ، جوزجان ، خوست ،دایکندی ، زابل ، سمنگان ،سرپل ، غزنی ، غور ، فاریاب ، کابل ، کاپیسا ، کنړ ، کندهار ، لوگر ، میدان وردک ، ننگرهار ، نورستان ، هرات اوهلمند دي پلې کیږي او د تطبیق په ترڅ کې به یې نږدې ۴۵۸ زره کاري ورځې رامنځته شي، د کلیو بیارغونې او پراختیا دوزیر په وینا دا پروژې ۱۴۸ د اوبو رسولو شبکې، ۱۲۷ ژورې او سطحي څاه ګانې، د اوبو ۹۹ زیرمې، ۷ روغتیایي مبرزونه او ۴۲۵۰ متره د اوبه خور کانال لري چې له ګټو به یې ۳۷۴ زره کلیوال برخمن شي.
ددې پروژو یوه برخه له ملي بودیجې او بله برخه یې د امریکا دمتحدو ایالتونو د پرمختیایې ادارې او همدازار د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق (یونیسف) له لوري تمویلیږي.
د یادولو وړ ده چې یادې پروژې د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د اوبورسولو ملي پروګرام تر سیوري لاندې تنظیم او د پرمختیایي شوراګانو له لوري تطبیقیږي.
اوس مهال د افغانستان په کلیو او ښارونو کې ۱۷ میلیونه وګړي دڅښاک له پاکو اوبو برخمن دي چې دهیواد ۶۳سلنه خلک کیږي، خو د افغانستان په کلیو کې دا شمیره ۵۳ ده، او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ کاله ۱۰۰ سلنه کلیوال د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی بیا مومي.
