د یونیسف ادارې سیمه‌ییزې سلاکارې د افغانستان د (واش) سکټور له شریکانو سره ناسته درلوده

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۱۱:۳۵
RU - WATSIP

د سویلي آسیا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا «یونیسف» د (واش) سلاکارې، آغلې «تېریز ډولي» په کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت کې د هېواد د څښلو د اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي یا (واش) سکټور له شریکانو سره وکتل.

په دغه ناسته کې چې پرون (دوشنبه) ترسره شوه د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت، د عامې روغتیا وزارت، پوهنې وزارت او په افغانستان کې د یونیسف ادارې د (واش) کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د آغلې «تېریز ډولي» په خبره، ددغې ناستې هدف په افغانستان کې د (واش) د پروګرام له فعالیتونو او پرمختګ څخه څارنه او همدارنګه دا ډاډمنول و چې دغه پروګرامونه د یونیسف ادارې له موخو سره سم روان دي.

د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت د حفظ‌الصحې او پاکوالي د څانګې مسوول ډاکتر محمد جاوېد، چې په دغه ناسته کې یې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو د ملي پروګرام د (واش) پروګرام تشریح کولو وویل، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې ملي پروګرام د هېواد په کلیوالي سیمو کې د ټولنې په مشرۍ د کاملې حفظ‌الصحې طریقه (سي‌ال‌ټي‌اس) طریقه تطبیق او همغږې کوي، ځکه چې دغه طریقه د پخوانیو طریقو په پرتله، چې په لړ کې یې له خلکو سره مالي مرستې کېدې، په خلاصه فضا کې د رفع‌حاجت په ختمولو او د مبرزونو د کارولو لپاره د خلکو په تشویق کې ډېر اغیزمنه ثابته شوې ده. نوموړي څرګنده کړه چې ددغې طریقې په مرسته، تر دې دمه د هېواد (۱۵) ولسوالۍ او څه باندې (۵،۰۰۰) کلي په خلاصه فضا کې له رفع‌حاجت او چټلیو څخه پاک شوې دي. ډاکتر محمد جاوید زیاته کړه چې تر راتلونکي کال پورې به (۳۰) نورې ولسوالۍ پاکې اعلان شي او دغه راز به دوی د حفظ‌الصحې یوه ملي سټراټیژي ترتیب کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۴۰
Background image

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت به د چاپیرل ساتنې په برخه کې  د ۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت دوې سترې پروژې پلي کړي

د کليو بیارغو نې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د خپل  کار په دفتر کې د چاپیرل ساتنې د خپلواکې ادارې له مشر زمان میوندي او  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادراې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۲
Background image

په میدان وردګو کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کاریز جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمیزو پروګرامونو د همږۍ پروګرام له خوا د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په بسراق احمدزي سیمه کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کاریز د پروژې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په لغمان کې به د ۳،۳ ميليونه افغانيو په ارزښت  اته کيلومتره سړک جوړ شوي

 د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د کليوالي لارو د جوړولو ملي پروګرام له لوري د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د ۳،۳ ميليونه افغانيو په ارزښت  د اته کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل. . .

BACK TO NEWS