د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز، وزي ځدراڼ او شواک ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۴۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز، وزي ځدراڼ او شواک ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې قومي مشرانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له اغیزمنو کارونو څخه مننه وکړه، د خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او په یاد ولایت کې د لازیاتو پراختیايي پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروژو د پلي کولو پرمهال لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. مونږ تل کوښښ کوو خپل ولس ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړو چې له اسانتیاوو څخه يې څوک بې برخې پاتې نه شي.  

همداراز محترم وزیر صاحب ډاډ ورکړ چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز، وزي ځدراڼ او شواک ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز، وزي ځدراڼ او شواک ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

 . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۵۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په. . .

BACK TO NEWS