د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر په بادغیس ولایت کې د اوبو رسولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۵:۳۶
کليو

د کليو د بيارغونې او پراختيا سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده د يوه مل پلاوي په ملتيا د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې د اوبو رسولو له يوې سترې پروژې څخه ليدنه وکړه. له يادې پروژې څخه د ليدنې پر مهال نوموړي وويل چې: له قادس ولسوالۍ څخه د قلعه نو ښار ته د اوبو رسولو دغه پروژه په دریو برخو ويشل شوې ده، لومړۍ برخه: په قادس ولسوالۍ کي شپږ برمې ورته ايستل شوي دي په څنګ کې يې د اوبو يوه وړه ذخيره ورته جوړه ده کار يې بشپړ دی، دويمه برخه قرار وو چې د دې برمو اوبه به په څه باندې شپاړلس انچه پايپ کې تر سترې مرکزي ذخيرې چي درې زره متره مکعبه ظرفيت لري را رسول کيږي او دا پايپ به په شپږڅلويښت ٤٦ کيلو متره ساحه کي راتيريږي چي دا دی کار يې بشپړ شوی دی، درېيمه برخه : د يوې سترې ذخيرې جوړول او له ذخيرې څخه په شل انچه پايپ کې اوبه تر ښاره رسول او په ښار کې په يوسل و شل کيلومتره ساحه کې تقسيمول يې، چې په دې سره به د قلعه نو ښار ټولو وګړو ته پاکې اوبه ورسيږي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د یادې پروژې قريب ټول کار بشپړ شوی دی يوازې په درېيمه برخه کې د لس کيلومتره پايپ تقسيم او چيک والونو لګول يې لا پاتې دي چې په مجموع کې د ټولې پروژې اويا فيصده کار بشپړ شوی دی يوازې ديرش فيصده کار يې پاتې دی. هغه به هم ان شاءالله ډير ژر تکميل شي او ګټې اخيستنې ته به په لنډ وخت کې وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې په ياد پلاوي کې د هرات ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس، د هلمند ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس، د بادغيس ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس، د هرات ښار د مخابراتو رئيس او د یاد وزارت حقوقي سلاکار هم حاضر وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS