د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر د بدخشان د ولایتي شورا له غړو سره وکتل

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۶:۵۸
بدخشان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي ددوشنبې پر ورځ ( ۱۱  لیندۍ) بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ولایتي شورا له غړو سره ناسته درلوده، د ولایتي شوراغړو ښاغلي کریمي ته له هرکلي وروسته خپلې اړتیاوې شریکې کړې چې د سړکونو او پلونو پر جوړولو راټولې وې، ښاغلي کریمي په ځواب کې ورته وویل (( د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ژمن دی چې په دغه ولایت کې د سړکونو، پلونو او پلچکونو جوړولو پروژو ته لومړیتوب ورکړي، دې وزارت جمهوري ریاست ته یوه طرحه وړاندې کړې ده چې پر بنسټ به یې د ولایتونو د دویمې درجې لرونکو سړکونو جوړول هم له فواید عامې وزارته د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ته وسپارل شي که دا طرحه تاید شي د بدخشان ټول د اړتیا وړ سړکونه به سروې شي او په ټاکلي وخت کې به جوړ شي)) د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر ژمنه وکړه چې د بدخشان د خلکو ستونزې او غوښتنې به له اړوندو پروګرامونو سره شریکې کړي او هغوی ته به دنده وسپاري چې په کره ډول یې حل لارې ولټوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS