د کلیو بیا رغونې او پراختیا  په وزارت کې د کرونا ضد وقايوي تدابیر پيل شوي

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۱
مبارزه با کرونا

د کليو بیارغونې او پراختا وزیر پوهندوی  مجیب الرحمن کریمي په جدي سپارښتنه د کارکونکو د خوندیتابه په موخه په دغه وزارت کې د  کرونا ضد وقایوي تدابیر  پیل شوي. په دې تدابیرو کې د تبې د کچې معلومولو په موخه د سکرینینګ په مټ  د وزارت ودانۍ ته د ننوتونکو کارکونکو او مراجعینو د تبې کچه کتل کیږي، څوک چې تبه ولري اجازه نه ورکول کیږي چې د وزارت ودانۍ ته ننوزي دغه راز اشخاص د کرونا د ټیسټ لپاره روغتون ته استول کیږي.
د وزارت ټول خدماتي او امنیتي پرسونل ته ماسکونه، دستکشې، او میکروب ضد انتي سیپتیک مواد هم ورکړل شوي دي او ټول وزارت د ضد عفوني موادو په وسیله مینځل کيږي.
د دې ترڅنګ د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر په لارښوونه د عامه پوهاوی په موخه  د وزارت کارکوونکو ته د  کرونا د خپریدو او مخنیوي پر اړه هر اړخیز عامه پوهاوی ورکړل شوی دی او په کليو کې د ولسي تړون ملي  پروګرام لخوا د پرمختیايي شوراګانو په مټ د عامه پوهاوی کمپاین لپاره په یوه میکانیزم  کار کيږي، تر څو د هېواد په هر کلي کې د پرمختیایي شوراګانو له لارې د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شي، چې هېوادوال خپل وقایوي تدابیر ونیسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS