د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د کاپیسا ولایت د درو ولسوالیو د ولسونو ستونزې واوریدې

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د کاپیسا ولایت د الاسای، تګاب او نجراب ولسوالیو د قومې مشرانو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې د څښاک اوبو، کانالونو، استنادي دیوالونو او ترانسپورټ په برخو کې واوریدې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، هغو سېمو ته چې پخوا ورته پاملرنه نه ده شوي، په ۱۳۹۹ کال به لا ډيره پاملرنه کیږي او د یادو ولسوالیو ستونزو ته به امکاناتو ته په پام رسیدګي کیږي.