د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د نوي معین پیژندنه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۱:۱۹
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د نوي معین پیژندنه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هغې غونډې په ترڅ کې چې مالي او اداري معین معراج الدین شمس، د پروګرامونو پخواني معین شهزار ځدراڼ او یو شمیر نورو رییسانو او د وزارت کارکوونکو په کې ګډون کړی وو، د سولې په خبرو کې د افغانستان ددولت د تخنیکي هییت سلاکار او د ټولنیزو چارو او پرمختیا د برخې ماسټر پوپل حبیبي، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونود نوي معین په توګه معرفي کړ.

ښاغلي کریمي وویل (استاد شهزار ځدراڼ په خپله اته میاشتنۍ کاري دوره کې خپل مسولیتونه په ښه توګه تر سره کړي، او دا چې ددې لوی مسولیت له باره په بریالیتوب راووت مبارکي ورکوو.)

د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزیر زیاته کړه دا چې ښاغلی حبیبي په ملي او نړیوالو ادارو کې د کار تجربه لري د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د معینیت لپاره وړ کس دی، هغه له ښاغلي حبیبي وغوښتل چې له نورو همکارانو سره په همغږۍ د وطن د ابادۍ او سوکالۍ په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

په دې ترڅ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونومخکیني معین شهزار ځدراڼ د ولسمشر او پوهندوی مجیب الرحمن کریمي له هغه باوره مننه وکړه چې پر ده یې کړی و، او ښاغلي حبیبي ته یې څرګنده کړه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د معین په توګه کار کول دروند او ننګونکی دی، خو د همکارۍ روحیه اود کارکونکو ګډ کار کولای شي چې دا چاره اسانه کړي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو نوي معین پوپل حبیبي وویل: چې دغه وزارت له هغو ادارو دی چې د ولس او دولت تر منځ د واټن د کمولو او د باور د رامنځته کولو په برخه کې کار کوي او په دې برخه کې پام وړ لاسته راوړنې هم لري.نوموړي ژمنه وکړه چې ددې لړۍ دروانې ساتلو اود وزارت د مشرتابه او خلکو د غوښتنو د پوره کولو لپاره به کار کوي.

باید ووایو چې په پای کې پوهندوی مجیب الرحمن کریمي ښاغلي شهزار ځدراڼ ته د هغه د ارزښتمنو کارونو له کبله ستاینلیک ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS