د کرونا ویروسي ناروغي په اړه د عامه پوهاوي پروګرام

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۸:۳۴
کنفرانس کرونا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلینیک روغتايي ټیم لخوا د یاد وزارت کارکونکو ته د کورونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو.
دغه پروګرام د وزارت د مالي او اداري معین معراج الدین شمس لخوا د دې حدیث شریف په بیانولو چې "پاکي د ایمان برخه ده" پیل شو، او د وزارت کارکونکو ته يې په خپلو خبرو کې وویل.
"موږ ټول اړتیا لرو چې زموږ په کاري ځای کې د حفظ الصحې مهمو ټکو ته پاملرنه وکړو او تر خپل وسه پورې له دې ناروغۍ  سره مبارزه وکړو."
د وزارت د کلینیک روغتايي ټیم لخوا د وزارت کارکونکو ته د یوه پریزنټیشن له لارې د یاد ویروس په اړه جزیات، د ویروس تاریخ، د ناروغانو شمیر، د ویروس خپریدنه، درملنه او د ثبت شویو پیښو په اړه مهم معلومات وړاندي شول.
دغه پروګرام، چې د نړیوالي ویروسي ناروغي د عامه پوهاوي په هدف جوړ شوی و، د وزارت ۲۰۰ تنو کارکونکو پکې برخه اخیستې وه. د پروګرام په پای کې ، د وزارت امنیتي مسؤلینو د امنیت له پلوه د کرونا ویروسي ناروغۍ دخپرېدو او د مخنیوي په اړه خپلې لارښوونې وړاندې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS