د ملي دسترخوان پروګرام به د افغانستان نوي سلنه نفوس تر خپل پوښښ لاندې راولي

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۴:۱۱
کنفرانس دسترخوان ملی

د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن پنجشنبه د ملي دسترخوان پروګرام په اړه جوړ شوي رسنیز کنفرانس کې وویل، چې د دې پروګرام له لاري به هغو بیوزله کورنیو سره مرسته کیږي چې د کرونا ناروغۍ له امله یې اقتصادي زیان لیدلې دی او یا یې سرپرستان مېرمنې، د زیات عمر لرونکي او معذوره کسان وي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ښاغلي کریمي زیاته کړه، دا پروګرام به په دوو پړاونو کې تطبیق شي چي په لومړي پړاو کې د هیواد د ۳۴ ولایتونو له ۱۲۳ ولسوالیو څخه به ۱۲۸۹۶ کلي چې په هغه کې به ۱،۸۵ میلیونه کورنۍ شامل وی تر پوښښ لاندی راولي او په دویم پړاو کې به د ۲۳۴ولسوالیو څخه ۲۱۸۲۴ کلي چې پکې ۲،۷ میلیونه کورنۍ شاملې دي، ۲،۵ میلیونه اړمنې کورنۍ به ترینه برخمنې شي.

ښاغلي کریمي وویل، ژر به د هېواد په زر کلیو کې دغه پروګرام پیل شي او نورو کلیو ته به هم وغځيږي.

د یادونې وړ ده چې څارنه، شفافیت او حساب ورکونه په ملي دسترخوان برنامه کې یو مهم اصل دی او ټول ښکیل بنسټونه لکه د کلیو پراختیایي شوراګانې، علماء، د جوماتونو ملا امامان، مخور او بانفوذه مشران، مدني ټولنې، رسنۍ ښوونکي او ځوانان یې په پلي کیدو کې رغنده ونډه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS