د دوه میلیارده او ۱۴۷ ميلیونه افغانیو په ارزښت د پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د شنبې په ورځ( ۵ د تلې) د ۲۵۹ پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه د پرمختیایي شوراګانو سره لاسلیک کړل او په دې پروژو کې په لومړي ځل سره ۱۰۷ پروژې کوچیانو ته هم په پام کې نیول شوې دي.
په دې پرمختیایي پروژو کې د کليوالي سړکونو، پلونو، استنادي دیوالونو، د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو کانالونو او د څښاک اوبو پروژې شاملې دي، چې ټولییز ارزښت یې د دوو میلیارده او ۱۴۷ ميلیونه افغانۍ ده، چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام ، د کلیوالي لارو د جوړولو پروګرام ، د کلیوالو سېمو ته د څښاک اوبو د رسولو پروګرام او د سېمه يیز پروګرام په چوکاټ کې پلي کېږي.
ښاغلي کریمي د دې پروژو د لاسلیک کولو په خبري کنفرانس کې وویل، چې دا پروژې د د افغانستان (په ۳۲ ولایتونو بدخشان ، بامیان ، بلخ ، پروان ، پنجشیر ، خوست ، کاپیسا ، فاریاب ، لوگر ، زابل ، هرات ، بادغیس ، بغلان ، غور ، کابل ، کونړ ، کندوز ، ننگرهار ، پکتیا، میدان وردګ، سرپل ، کندهار، تخار ،لغمان ، سمنگان ، جوزجان ، فراه ، هلمند ، نیمروز ، پکتیکا، دایکنډي او نیمروز) کې پلي کيږي، چې په کاري بهیر کې به درنو هېوادوالو ته ۱ ميلیون او ۵۶۹ کاري ورځې هم رامنځته شي او له یو نیم ميلیون څخه ډير هېوادوال به ترې ګټه اخلي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې په دې پروژو کې ۶۱ پروژې د څښاک اوبو او د اوبو رسولو د شبکو او کانالونو دي، د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۱۰۷ پرمختیایي پروژې چې د څښاک اوبه، د اوبو رسولو شبکې او څاګانې په کې شامل دي، د کوچیانو لپاره ځانګړي شوې دي، ۴۰ نورې پروژې چې ۱۰۸ کیلومتره سړک او ۱۷۴ متره پل په کې شامل دي د ټرانسپورټ په برخه کې دي او ۷۴ نورې پروژې د استنادي دیوالونو، ګبیوني او محافظتي دیوالونو د جوړولو په برخه کې دي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، چې د دې پروژو زیاتې به برخه د افغان دولت له ملي بودیجې څخه تمویل شوې دي. یوازې ۱۲ پروژې چې ارزښت یې ۸۵ ميلیونه افغانیو ته رسیږي د اسیا پرمختیایي بانک او ۱۱ نورې پروژې د المان هېواد له لوري د افغانستان د اقتصادي بنسټونو د پروګرام په چوکآټ کې تمویل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې به د یو کال په اوږدو کې پلې کيږي، خو ممکن هغوی چې د کار حجم یې زیات دی، بل کال ته هم وغځيږي.