د حاجي شیر جان کلي د پروژې کار ۹۰ سلنه بشپړ شو
د نږدې ۶ میلیون افغانیو په ارزښت د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالي په حاجي شیرجان کلي کې د اوبو لګولو د ۷۲۲ متره کانال، کاریز او بند د جوړولو د پروژې کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی. د دغې پروژې د تطبیق پر مهال ۳۸۳۱ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۰۵۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادې پروژې په بشپړیدو به چې له ملي بودیجې تمویل او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام تر څار لاندې تطبیقیږي د سیمې ۹۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي او په دې توګه به د ځايي بزګرانو د حاصلاتو د لوړیدو له لارې د دوی د اقتصادي اړخ د غوړیدا په برخه کې ګټوره پریوځي.
