د « چهارشنبه علمی» پنځم سیمینار د کلیو په پرمختیا کې د چاپیریال ساتنې د رول تر سرلیک لاندې تر سره شو

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
د « چهارشنبه علمی» پنځم سیمینار د کلیو په پرمختیا کې د چاپیریال ساتنې د رول تر سرلیک لاندې تر سره شو

د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا انسټیټیوټ د « چهارشنبه علمی» پنځم سیمینار » د کلیو په پرمختیا کې د چاپیریال ساتنې رول» تر سرلیک لاندې د کب پر ۶مه نیټه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مسلکې معین انجینیر عزت الله صدیقي په وینا او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ۱۰۰ تنو کارکوونکو په ګډون د یاد وزارت په مرکزي تالار کې ترسره کړ.

انجینیر عزت الله صدیقي په دې سیمینار کې د تلپاتې پرمختیا او چاپیریال ساتنې پر اړیکو خبرې وکړې او ویې ویل« چاپیریال طبیعي او ټولنیز شرایط دي چې د ټولو انسانانو او راتلونکو نسلونو ماحول په کې راځي، انسان او چاپیریال تل په عکس العمل کې وي او یو بل ته زیان اړوي په داسې حال کې ښه لاره ددې دواړو تر منځ تعادل دی، نو له دې کبله چاپیریال د کلیو د پرمختیا پر وړاندې خنډ نه دی، او یوازې له چاپیریال سره تعادل او مسلکي چلند غواړي ځکه چې ددې ټکو په پام کې نیولو سره به د هیواد د کلیو مسله تلپاتېپرمختیا ته ورسیږي»

همدا راز د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم د بدلون په برخه کې ستر سلاکار احمد فاتح یوسفزي هم د اقلیم د بدلون، د انسان پر ژوندانه یې اغیز او د دې ستونزې د مخنیوي په اړه پریزینټیشن وړاندې کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS