ننګرهار کي د 40 میلِونه او 8 سوه زره افغانیو په ارزښت د دوه سرکونو د پروژو قراردادونه لاسلیک شول
د کلیو بیارغوني او پرمختیا وزارت د کليوالي سړکونو د جوړولو ملي پروګرام له لوري د بهسودو ولسوالۍ اړوند د دوو کانکریټي سړکونو د جووړولو هوکړه لیکونه د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پرمختیا رییس مجیب الرحمان ضیاء او په ختیځ زون کې د کلیوالی لارو د جوړولو ملی پروګرام مسوول انجینرعبدالغفار له خوا له کلیوالي شوراګانو سره لاسلیک شول.
یاد سړکونه، چې یو یې 2.23 کلیومتره اوږدوالی لري او دوهم سړک یې 2.04 کیلومتره اوږدوالي او دواړه ۵ متره سور لري، چې ۴۰ میليونه افغانۍ پرې لګښت کېږي او د سېمې ۲۶۰۰ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.