د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او هلمند ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او هلمند ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د پکتیا او هلمند ولایتونو قومي مشرانو او مخورو د یادو ولایتونو په کچه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پراختیايي پروژو له پلي کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ تل هڅه کوو چې د پکتیا او هلمند ولایتونو په څېر لرو پرتو ولایتونو کې پراختیايي پروژې پلې کړو، د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړو او اسانتیاوې ورته برابرې کړو.
