په بلخ کې ۷۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لوري د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ د نواباد سفلي په کلي کې د اوبو رسولو سولري شبکه چې پنځه ميلیونه ارزښت لري، ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکې کې ۹۰ متره ژور څاه، د ۲۰ مکعب مترو په حجم د اوبو ذخیره، د پنځو کیلومتره په اوږدوالی پمپ، ۲۷ سولرې، يو واټر پمپ او ۴۳۵ د اوبو نلکۍ لري.
د دې شبکې د جوړولو په کاري بهیر کې ۱۶۵ کاري ورځې رامنځته شوې او ۷۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابروي.