د بادغيس ولايت په مرکز کې پنځه زره څلور سوه پنځوس کورونيو ته د څښاک پاکې اوبه ورسيدې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د (۳۳۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سترې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د بادغیس ولایت والي حاجي محمدامين جان عمري صاحب د دغه ولايت د علماوو شورا رئيس د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد روزي منصور، یو شمیر نورو مسؤولینو، د سیمې علماء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د دې شبکې د حیاتي ارزښت په اړه وینا وکړه او وویل: د قلعه نو اوبو رسولو شبکه د هېواد په کچه د اوبو رسولو له سترو شبکو څخه ده، چې د دې سیمې د اوسېدونکو د څښاک اوبو د کمښت ستونزه به تر يو حده هواره کړي همدارنګه په بادغیس ولایت کې د بنسټیزو پروژو د پيل یوه ښه بیلګه ده او د یاد ښار له اوسیدونکو څخه مې غوښتنه دا ده چې د دې شبکې ساتنې او څارنې ته جدي پاملرنه وکړي.
په یاده شبکه کې د شپږ حلقه څاګانو کیندل، د (۱۶۲) کیلومترو په اوږدوالي پایپ غځول او د (۳۰۰۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو ذخیره شامله ده.
د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د نوموړي ښار (۵۴۵۰) کورنیو په مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.