په میدان وردګو ولایت کې د ګڼ شمېر لنډمهالو پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په غوښتنه او همکارۍ د سولډریټي همکارې مؤسسې په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت په سیداباد او جغتو ولسوالیو کې ګڼ شمېر لنډمهالې پروژې د ٢.٩ میلیون افغانيو په ارزښت پیل شوې.
دغه پروژې به د څښاک پاکو اوبو رسولو، د کرنې او اوبو لګولو او همدا راز د ساري ناروغیو د مخنیوي او چاپیریال پاک ساتلو په برخو کې پلي شي. په نوموړو پروژو کې ۱۵حلقې د څښاک پاکو اوبو رسولو څاګانې، ٣ د کرنې او اوبو لګولو کانالونه او همداراز لسګونه بابه مبرزونه شامل دي، چې پکې یو شمېر یې بیا ځلې او یو شمېر یې اساسي رغولو ته ضرورت لري. د یادونې وړ ده، چې د یادو لسګونه لنډ مهالو پروژو په تطبیق سره به د یادو سیمو لسګونه تنو ته کاري زمینې برابرې شي.