د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې په ننګرهار ولایت کې د خوراکي توکو ویش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په ملاتړ او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (FGA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت په هسکې مینې ولسوالۍ کې پر (١٥٤٩) اړمنو کورنیو د دریم ځل لپاره خوراکې توکي وویشل شول. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶.۲۵ کیلو ګرام دال او نیم کیلو ګرام مالګه مرسته وشوه .