ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام

noor_admin
Sun, Sep 11 2022 4:49 PM
مفتي

مفتي سید احمد مستقیم د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو مرستیال نن د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې د یاد وزارت د یوه کال لاسته راوړنې وړاندې کړي.

په یاده خبري غونډه کې میرزا محمد شکیب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت حقوقي مشاور، ملا نورالهادي عادل د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او د وزارت ویاند، انجنیر اسدالله عمار د کلیوالي اوبو لګولو د ودانیزو چارو رئیس او خبریالانو ګډون کړي وو.

د غونډې په پیل کې میرزا محمد شکیب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت حقوقي مشاور وینا وکړه او وویل: له نېکه مرغه د افغانستان د اسلامي امارت له بریا وروسته، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وکولای شو چې د خپلو فعالیتونو او د پراختیايي پروګرامونو پلي کولو ته دوام ورکړي. که څه هم مالي محدودیتونه او د کافي امکاناتو نشتوالی د دې لامل شو چې د ځینو فعالیتونو په برخه کې سکتګي رامنځته شي خو دغه وزارت وتوانېد چې په بیلابیلو سکتورونو کې د سلګونو پراختیايي پروژو پلي کولو ته دوام ورکړي او همدارنګه ډیره هڅه وشوه چې ترڅو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د پراختیايي شوراګانو په همغږۍ او همکارۍ سره د مرستندویو سازمانونو او د نړیوالو مرسته کونکو مؤسسو له لارې کلیوالو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي او د وړیا مرستو د ویش له لارې مرسته وکړي.

وروسته غوندې ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ودانیزو چارو مرستیال مفتي سید احمد مستقیم خپله ارزښتناکه وینا وکړه، نوموړي د خپلي وینا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د  کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له نوم څخه معلومیږي چې په کلیو کې د رغونې او پراختیا کار کوي. دغه وزارت په کلیو کې د پاکو اوبو برابرول پل او پلچک، کلیوالي سړکان، استنادي دیوالونه، لمریزه بریښنا او داسې نور خدمات وړاندې کوي. د همدغو پروژو تطبیق په دوه ډوله پیسو ترسره کیږي، یو يې هغه پیسې دي چې د مالیې وزارت له لارې د دولت له خزانې ورکول کیږي، دوهم د بهرنیو مرسته کوونکو جهتونو پیسې دي چې د نړیوال بانک، اسیايي بانک او نورو نړیوالو ادارو له لارې له افغانستان سره په پراختیايي برخه کې مرسته کیږي.

مرستیال صاحب دغه راز وویل چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره سم بهرنۍ مرستې چې مستقیما له دولت سره په پراختیايي برخه کې کیدې، دریدلې دي چې په نتیجه کې يې هغه پروژې چې د دوی په مالي مرسته يې کار مخته روان و، اوس ولاړي دي.

غونډې ته په خبرو کې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو مرستیال همداراز وویل: له همدغو مالي محدودیتونو سره سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت توانیدلی چې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژې ( ۳۴ یونیسف او ۸ د مالیې وزارت) په مالي لګښت بشپړي  او ګټې اخیستنې ته وسپاري چې په نتیجه کې يې د ۷۸۰۰۰ کسانو لپاره د څښاک پاکې او صحي اوبه برابرې کړي چې پر یادو پروژو (۱۶۰) میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ځايي خلکو ته ۱۰۰ زره کاري ورځې رامنځته کړي، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د (۱۹۵) میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۴۵ پروژو کار روان دی چې په تطبیق سره به يې ۱۰۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي او د پوهنې او عامې روغتیا له وزارتونو سره په همغږۍ اوپه ښوونځیو  کلینیکونو کې د اوبو رسولو، حفظ الصحې او نظافت په برخه کې شپږ پروژې تطبیق کړي دي.

د غونډې په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبو لګولو د ودانیزو چارو رئیس اسدالله عمار وینا وکړه او وویل د کندهار ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د کانالونو ۱۰۰ پروژې تر کار لاندې دي، د کندهار ښار ته څېرمه د میانکو بند د اوبو ذخیره وي بند چې ۲۱۰ متره اوږدوالی لري او تقریبا د یو میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري د ١٧ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شو، همدارنګه د خوست ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۶،۳ کیلو متره پوخ سړک جوړ شوی، د کابل ولایت د فاروق آباد سیمې د ۳ کیلو متره د پاخه سړک تخنیکي سروې او ډیزاین ترسره شوی او د خوست او پکتیکا ولایتونو د وروستیو سیلاب ځپلو سره د خیمو، ترپالونو او نور اړینو شیانو مرسته ترسره شوی ده.

همداراز اسدالله عمار وویل چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خوراکي توکو او نقدي پیسو مرستې ترسره کیږي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ولایتي ریاستونه په کامله معنی ورسره همغږۍ او همکار دي.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 8:37 AM
Background image

Coordination Seminar of Central and Provincial Directors Concludes

The three-day coordination seminar for central and provincial directors of the Ministry of Rural Rehabilitation and Development concluded today with a speech by the honorable Al-Haj. . .

Mon, Apr 13 2026 1:51 PM
Background image

Respected Minister of Rural Rehabilitation and Development Meets with International Scholars

Respected Al-Hajj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with scholars from Turkey, Kenya, Burkina Faso, Nigeria,. . .

Mon, Mar 09 2026 1:52 PM
Background image

Meeting between the Honorable Minister of Rehabilitation and Rural Development and the UNICEF Representative

Today, Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, the Minister of Rehabilitation and Rural Development, met with Dr. Tajudeen Oyewale, the Representative of the UNICEF Office in Afghanistan, and. . .

BACK TO NEWS