د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د زابل ولایت له سپین ږیرو سره وکتل

noor_admin
Wed, Jan 19 2022 10:58 AM
لیدنه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج م لا محمد یونس اخندزاده په خپل کاري دفتر کې د زابل ولایت له سپین ږیرو، علماوو، مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

 په دغه لیدنه کې راغلو مشرانو هر یوه مولوي احمدالله، قومندان سید رحیم، استاد حکیم الله، رحمت الله، حاجي عبدالسلام، مولوي عبدالعلي، حاجي محمد غني، قومندان ګل محمد، سرمعلم محمدالله، م لا ګلاب الدین او عیسی محمد په خپل نوبت سره وزیر صاحب ته د بیارغونې پروژو او د خپلو سیمو ستونزې بیان کړې. دوی وزیر صاحب څخه وغوښتل ترڅو د زابل ولایت لرې پرتو سیمو کې د کانالونو، استنادي دیوالونو، سړکونو او د اوبو رسولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د زابل ولایت مشرانو ته اطمینان ورکړ هر هغه پروژې چې د خلکو په ګټه وي هغه به عملي شي، د زابل ولایت ټولې پروژې به د ااا د اصولو سره برابرې وي او خلکو ته به د اوبو رسولو او نور پراختیایي پروژو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 8:37 AM
Background image

Coordination Seminar of Central and Provincial Directors Concludes

The three-day coordination seminar for central and provincial directors of the Ministry of Rural Rehabilitation and Development concluded today with a speech by the honorable Al-Haj. . .

Mon, Apr 13 2026 1:51 PM
Background image

Respected Minister of Rural Rehabilitation and Development Meets with International Scholars

Respected Al-Hajj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with scholars from Turkey, Kenya, Burkina Faso, Nigeria,. . .

Mon, Mar 09 2026 1:52 PM
Background image

Meeting between the Honorable Minister of Rehabilitation and Rural Development and the UNICEF Representative

Today, Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, the Minister of Rehabilitation and Rural Development, met with Dr. Tajudeen Oyewale, the Representative of the UNICEF Office in Afghanistan, and. . .

BACK TO NEWS