په کونړ کې د ۳۰۰ متره اوږد اوبه خورکانال د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په سیدور کلي کې د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو کار ۲۵ سلنه مخ ته تللی دی.
د دغې پروژې په ترڅ کې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوخ کانال د جوړیدو په حال کې دی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به ۱۳۲۰ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۰۲۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته د ځايي اوسیدونکو ۱۱۵۵ جریبه کرهڼیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.