په میدان ورد ګ کې ۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت د بهسودو د حصه اول ولسوالۍ په لنګر کلي کې د ۲ سوه او ۹۰ زرو افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو شبکه منظور شوې وه.
دغه شبکه ۴۸۸ متره اوږدوالی لري او د ۲ نلکو په واسطه د لنگر کلي ۵۰ کورنيو ته پاکې اوبه ورکوي.
د دې شبکې د جوړېدو په ترڅ کې ځايي تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۱۶۸ کاري ورځې هم برابرې شوې.