د کلیو بیا رغونې او پراختیا نوي وزیر د یاد وزارت له معینانو، رییسانو او کارمنانو سره وکتل
د کلیو بیارغوونې او پراختیا نوي نوماند او سرپرست وزیر حیات الله حیات نن د خپل کار په لومړۍ ورځ د دغه وزارت له معینانو، ریئسانو او کارمنانو سره وکتل.
ښاغلي حیات په دغه غونډه کې وویل نوموړی خوښ دی چې د کار لومړۍ ورځ یې د یاد وزارت کاري پرسونل سره په لیدنې پیل کړه د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر زیاته کړه چې د دغه وزارت ټول کاري پرسونل د کافي تجربې خاوندان او د یاد وزارت د ټولو برنامو سره اشنايي لري او ډاډ یې ورکړ چې ټول به د یو متحد ټیم په توګه کار کوو او مخته به ځو.
ښاغلي حیات وویل دا چې د حکومت د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو تر ټول لویه مرجع همدا وزارت دی او له نیکه مرغه دغه اداره په کار پوه، ژمن او مسلکي کادرونه لري، چې پر مټ یې ګڼ شمیر کلیوالیو سیمو کې پرمختیايي پروژې په ښه توګه مخته روانې دي.
د نوموړي په وینا د یاد وزارت دنده هم همدا ده چې کلیوالو سیمو ته بیارغنیز خدمتونه وړاندې کړي او ټول کاري پرسونل یې باید مسلکي واوسي چې په ټولو کلیوالي سیمو کې انډولیزه پرمختیا را منځ ته شي.
ښاغلي حیات الله حیات وویل د ټولو ادارو مسؤلینو او استازو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په ټاکلي وخت دندې ته حاضر او په ټاکلي وخت خپله دنده پای ته ورسوي.
دغه راز کار کوونکي باید د کرونا د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت احتیاطي تدابیر په ځان عملي کړي چې د دغې وژوونکي ناروغۍ څخه یې ځانونه او ټولنه خوندي ساتلي وي.
همدا راز مې د چاپیریال ساتنې په تړاو سپارښتنه وکړه چې خپل نږدې ځایونه پاک وساتي او خپل مسؤلیت په ښه توګه سرته ورسوي.
