په کندهار کې د ۱۸۰ زده کوونکو لپاره د زده کړو وړ چاپیریال را منځته شوی

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام اقرا پروژې تر چتر لاندې د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په برغني کلي کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸۰ تنه زده کوونکولپاره د یوه ښوونځي په جوړیدو سره د زده کړو وړ چاپيریال رامنځته شوی دی.
دا ښوونځی ۶ ټولګي، یوه اداري خونه او ۳ تشنابونه لري، او د جوړیدو په ترڅ کې یې ۲۴۵۷ کاري ورځې را منځته شوې دي.