په پنجشیر کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ اړوند په کوجان کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې شوې شبکې په جوړېدو سره به د شاوخوا ۲۰۰ کورنیو، یوه کلینیک او ۱۵ دوکانونو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د اوبو رسولو په یاده شبکه، چې څه باندې ۶۳۰۰ متره اوږدوالی لري.