په پنجشیر کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۳۱ متر محافظتي دیوال کار بشپړ شو
د کلیوبیارغونې او پراختیاوزارت د سیمه ییزې همغږۍ دفتر له لوري د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ په ملیمه کلي کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۳۱ متر محافظتي دیوال کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
ددې پروژې د تطبیق پر مهال ۶۰۴۰ کاري ورځې رامنځته شوي او تر بشپړیدو وروسته یې د سیمې ۱۰۳۲ تنه اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي.
باید ووایو چې یاد دیوال ۹۰ جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه د نیزونو له ګواښه ژغورلي دي.
