په بلخ ولایت کې د ۳۰۰ کورنیو ماشومانو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابریږي
په بلخ ولایت کې د ۳۰۰ کورنیو ماشومان د یوه ښوونځی په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپېریال څخه برخمن کیږي. دا ښوونځی ۶ درسي خونې، ۳ تشنابونه او د څښاک اوبو یوه څاه لري، د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د قزل قلعه کلي پراختیایي شورا لخوا یې کار ۷۷ سلنه پرمخ تللې دې. چې ۳.۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. دغه ښوونځی د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړیږي. تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره به لسګونې کاري ورځې رامنځته شي.
د ۶۰۰۰ ښوونځیو له دلې څخه چې ټاکل شوېده په هېواد کې جوړشي، په بلخ ولایت کې ۱۴۹ ښوونځي پلان شوې او د ۱۰۰ ښوونځیو کار بشپړ شوې دي.