په سرپل کې د ۲۵۷ متره اوږد کرنیز کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت مرکز اړوند د بغاوي ازبکیه کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال او محافظوي د ېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دا کانال ۲۵۷ متره اوږدوالی لري چې د ځايي خلکو۱۳۲۰ جرېبه کرنيزه ځمکه خړوبوي، او ۱۵۹ کورنۍ ترې ګټه اخلي، تخنیکي او او نا تخنیکي کاریګرو لپاره يې ۶۱۵ کاري ورځې رامنځته کړېدي .
